د ښځو ترمنځ د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کي د جمعې په ورځ دویمه نیمه پایلوبه د نیوزیلنډ او ویسټ اینډیز ترمنځ ترسره سوه، چي نیوزیلنډ د ۸ منډو په توپیر وګټله

دغه سیالي چي د عربي متحده‌اماراتو د شارجې په لوبغالي کي ترسره سوه، نیوزیلنډ یې پچه ګټلې وه او توپوهنه یې وکړه.

یادي لوبډلي د ۹ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته د ۱۲۹ منډو هدف وټاکی، چي نیوزیلنډ ته جیورجیا پلیمر تر نورو ډېري ۳۳ منډي وکړې.

د ویسټ اینډیز لوبډلي په شلو اورونو کي ۸ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۲۰ منډې یې وکړې.

اېډن کارسن چي په‌دې لوبه کي د ویسټ اینډیز درې لوبغاړې وسوځولې د لوبې غوره لوبغاړې ونومول سوه.

د ویلو ده چي د دې شل اوریز نړیوال جام پایلوبه به د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د سویلي افریقا او نیوزیلنډ ترمنځ ترسره سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *