د ښځو د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کي انګلستان سکاټلنډ او اسټرالیا هندوستان ته ماته ورکړه

د ښځو د کرکټ په پیل سوي شل اوریز نړیوال جام کي پرون دوې سیالۍ ترسره سوې، چي په لومړۍ لوبه کي انګلستان سکاټلنډ ته او په دویمه سیالۍ کي اسټرالیا بیا هندوستان ته ماته ورکړه.

د انګلستان او سکاټلنډ سیالي د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کي ترسره سوه، چي سکاټلنډ د ۱۱۰ منډو هدف ټاکلی وو او انګلستان د خپلو پیلیزو توپ وهونکو پرمټ په لسم اور کي هدف پوره کړ.

دویمه سیالي چي د کابل پر وخت ماښام ناوخته ترسره سوه، اسټرالیا د ۹ منډو په تفاوت هندوستان ته ماته ورکړه.

اسټرالیا چي لومړۍ توپوهنه کړې وه، د ۱۵۲ منډو هدف یې ټاکلی وو او هند یې په ځواب کي یوازي ۱۴۲ منډي وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *