د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، په ۲۰۲۳م کال کې د جګړو له امله له وژل سویو لسو کسانو څخه څلور یې ښځي وې

دې ادارې پرون یو راپور خپور کړی او وايي، چي پر ښځو او نجونو د جګړې او جګړو اغېزې ډېري سوي او په ۲۰۲۳م کال کي د جګړو د قربانیانو شمېر د ۲۰۲۲م کال پرتله دوه برابره سوی دی.
په دغه راپور کي په شخړو کي د ښځو او نجونو د وژل کېدو د ډېرېدو لامل د جګړې پر مهال د ښځو او کوچنیانو د خوندیتوب لپاره د نړیوالو قوانینو ښکاره بې غوري بلل سوې ده.
د ښځو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو اداره دا هم وايي، چي په ۲۰۲۳م کال کي د سولي په بهیر کي یوازي ۹،۶ سلنه مرکچیاني ښځي وې، په داسي حال کي چي د دې ادارې په وینا، د سولي په بهیر کي د ښځو د ګډون په صورت کي د سولي هوکړه‌لیکونه باثباته او ښه عملي کېږي.