د کابل ـ کندهار پر لویه لاره په یوې ټرافیکي پېښه کي څلور تنه مړه سوي دي

مسوولین وایي، د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د ترافیکي پيښي له امله د یوې مېرمني په ګډون ۴ تنه مړه سوي او د درېیو ماشومانو په ګډون پنځه تنه نور ټپیان دي.

ویل کیږي دغه پېښه د غزني اب بند ولسوالۍ د تودې چینې سیمي اړوند سوې ده.

مسوولینو د پېښي لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودلې ده.

په افغانستان کي ټرافیکي پېښي ورځ تر بلي په بېلابېلو ولایتونو کي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي، چي وخت نا وخت یې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼل کیږي.

له بل پلوه د ټرافیکو ریاست په کابل کي  رسنیو ويلي، چي د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کي په ټرافیکي پېښو کي ۱۲ سوه کسان مړه او تر څلورو زرو ډېر ټپیان سوي دي.