د کابل ولایت د ط..البانو په زندان کي يو کس وژل سوی

د کابل څخه محلي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي ط..البانو څلور ورځي مخکي د مختار په نوم د پنجشېر ولايت اوسېدونکی د کابل د خيرخانې سيمي څخه د خپلو دوو زامنو سره يو ځای نیولی او بندي کړی وو.
د سرچينې په خبره، چي مختار د ط..البانو په زندان کي د ډېرو شکنجو له امله ساه ورکړې وه.
د سرچينې په خبره چي د مختار جسد د چهارشنبې په ورځ ط..البانو د هغه کورنۍ ته سپارلی و او د هغه دوه زامن ئې هم د بند څخه ازاد کړي وو.
د سرچينې په حواله چي مختار او کورنۍ ئې د هېڅ سياسي ډلي او ګوند سره اړيکه نه درلودل.
ط..البانو د مختار د وژني په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.