د کابل پوهنتون یوه پخوانۍ ښځینه استاده نرګس مومند حسنزۍ د جرمني په (FOM INTERNATIONAL UNIVERSITÄT) نړۍوال پوهنتون کي د استادي په توګه ګمارل سوې ده.
هغې په یاد پوهنتون کي د استادي په توګه د ګمارل کېدلو وروسته ویلي چي په ۲۰۲۲ کال کي د مهاجرت وروسته مي ژوند د سختیو سره مخ و او تیري لاس ته راوړني مي د لاسه ورکړلې،خو بیرته مي هر څه له صفره پیل کړل او د پوهنتون د استادۍ تر مقدس مقام کي د دوهم ځل له پاره ځان ورسوئ.
هغې خپله دغه بریا افغان میرمنو ته ډالۍ کړې ده او ویلي دي چي افغان میرمنو ته که چیري چانس ورکول سي د هري کامیابۍ د لاس ته راوړلو توان لري .
نرګس مومند زیاته کړې چي هیله لري پر افغان انجونو هم د زده کړي دروازې بیرته خلاصي سي،تر څو وکولای سي خپلو هدفونو ته لار پیدا کړي او په خپله خوښه خپل راتلونکی وټاکي