د کابل – کندهار پر لویه لاره ۵۸۰ مسافر وړونکي بس او .ټیلر ټکر کړی

نن دوشنبه ماپښین د غزني څخه د څراغ تلويزیون خبریال څراغ تلویزیون ته خبر ورکړی چي د کابل -کندهار پر لویه لار د دقره باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ سیمي ته نژدې د یو مسافروړونکي ۵۸۰ بس او ټیلر ټکر سوی چي له امله یې مرګ ژوبله اوښتي ده ، خو د مرګ ژوبلي دقیق جزئیات تر اوسه معلوم ندي .
د یادوني وړ ده چي لا تر اوسه مړي او ټپیان په هغه سیمه کي لمر ته پراته دي ، او مسئولین تر اوسه سیمي ته ندي رسېدلي .