د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پنجشنبې ورځ هم رخصتي اعلان کړل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د پنچشنبې ورځ چي د لوی اختر د څلورمي ورځي سره برابره ده او ورپسې د جمعې ورځ رخصتي ده، په همدې خاطر د پنجشنبې ورځ هم عمومي رخصتي ده.
دغه وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي راتلونکې شنبه به په هیواد کي رسمیات پيلیږي او ټولي ادارې به په عادي ډول خپلو چارو ته دوام ورکوي.