د کډوالو په چارو کي د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ یا «یواینایچسيار» د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي، دغه تړون د کارموندني له لاري د راستنېدونکو د ملاتړ، د ټولنیزو موخو لپاره د شرکتونو د پراختیا، د مهارتونو زدهکولو او بازار ته په لاسرسي کي د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه لاسلیک سوی دی.
هیواد ته یوشمېر راستانه سوي افغانان وايي، چي د کار او عاید د نشتوالي له امله په سختو اقتصادي شرایطو کي خپلي شپې او ورځي تېروي.
سرپرست حکومت راستانه سویو کډوالو ته د کاري زمینو برابرولو په موخه د کار نړیوال سازمان او د کډوالو په چارو کي د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ ترمنځ د دغه هوکړهلیک د لاسلیک هرکلی کوي او وایي، هیواد ته د بېرته راستانه سویو کډوالو لپاره د کار زمینې برابرول د افغانستان پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز لرلای سي.