د کانونو او پټروليم وزارت او ۷۷ ترکي شرکت ترمنځ نن د جوزجان ولايت په يتيم تاق سيمه کي د سيمنټو لويې توليدي فابریکې د جوړولو تړون لاسلیک سو

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي ددې تړون د لاسلیک لپاره کابل کي ځانګړي مراسم نیول سوي وه.

په خبرپاڼه کي راغلي، په دې مراسمو کي د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، کابل کې د ترکیې سفیر او یو شمېر نورو چارواکو او مېلمنو ګډون کړی وو.

سرچینې ویلي، د دغه تړون له مخي به قراردادي شرکت د يادي فابريکې د جوړولو په برخه کي ۱۶۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او په ورځني ډول به د ۳۰۰۰ ټنو سيمنټو د توليد وړتيا ولري.

هاخوا د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولين وایي، دا تړون چي له مخي به یې یاد ترکي شرکت د سيمنټو د اکتشاف، استخراج، تولید او ټولنیزو خدماتو په برخو کي پانګونه کوي، د ۳۰ کلونو له پاره په پام کي نیول سوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *