د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د خپلو ولایتيسفرونو په دوام، د هلمند د حجاري او نجاري کارخوني لهبېلابيلو برخو څخه لیدنه کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ملا هدایت الله بدري د دې لیدني پرمهال د یادي کارخوني مسئولینو ته د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسس په اړه ځانګړي لارښووني کړي او په کور دننه یې پر بشپړ پروسس ټینګار کړی دی.

د هلمند د حجاري او نجاري کارخوني مسئولینو هم د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ته ډاډ ورکړی چي خپلي چاري به په پوره روڼتیا او سمه توګه ترسره کړي.

مخکي داسي ادعاوي کېدلې چي د هلمند د کانونو مرمر او رخام ډبري تر ډېره پاکستان ته وړل کیږي.