د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري، نن د تخار له والي مولانا عبیدالله امین زاده سره کتلي دي

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي، چي په دې کتنه کي پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي توګه د تخار د مالګي، سمتي سرو زرو او ډبرو سکرو کانونو، د پانګه والو د جلب او جذب، د کاني زېرمو د اغېزمن مدیریت، د کانونو د قاچاق او غیر قانوني استخراج د مخنیوي په اړه خبري سوي دي.

د تخار والي د خلکو ستونزي د کانونو او پټروليم وزارت له سرپرست سره شريکي کړي او د کانونو له عوايدو څخه یې د دغه ولايت د يو شمېر ټولګټو پروژو د تمويل غوښتنه کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم د تخار والي ته ډاډ ورکړی چي د کانونو د قانون او طرزالعمل له مخي به د دغه ولایت د خلکو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره سي.