د کانګرس څخه يو پخوانی امريکايي پوځي پر ايران د امريکا او اسرائېلو پر بريد د نيوکي له امله د غونډي څخه ايستل سوی دئ. دغه پخوانی پوځي تر نيوکي وروسته د کانګرس د پوليسو له خوا په جبري ډول د غونډي څخه اخراج سوی دئ.
دغه پخوانی امريکايي پوځي بریان مکګینیس نومېږي، چي د امريکا د کانګرس په يوه غونډه کي ئې په ښکاره ډول وويل چي هېڅ څوک نه غواړي د اسرائیلو له پاره وجنګیږي. د هغه په خبره چي د رواني جګړې او تاوتريخوالي لامل اسرائیل دي ،دا چي هغه د امريکا او اسرائیلو پر پاليسې باندي نيوکه وکړه په جبري ډول د غونډي څخه وشړل سو.