د کاپيسا ولايت د ط..البانو د ولايت مقام څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت اله سای ولسوالۍ د حسن اباد په سيمه کي د بېروجو د کانونو استخراج ئې پيل کړی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه سيمه کي د بيروجو ۳۲ کانونو تثبت سوي، چي د ۱۸ کانونو د استخراج چاري ئې په رسمي ډول پيل کړي.
دا په داسي حال کي ده، چي ط..البانو په دې وروستيو کي د افغانستان د کانونو استخراج چټک کړی.