د کاپيسا څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

د کاپيسا څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په تګاب ولسوالۍ کي نامعلومو کسانو د يوې کورنۍ څلور غړي ويشتلي او وژلي دي.
د سرچينې په وينا چي په وژل کسانو کي درې ښځي او يو ماشوم شامل دئ.
په ورته وخت کي د کاپیسا ولایت د ط.. البانو امنيې قومندانۍ هم ياده پېښه تائيد کړې او په خبره ئې چي د يادي پېښي په تړاو ئې دوه شکمن کسان نیولي دي.

باید وويل سي چي په افغانستان مرموزي وژني ورځ تر بلي زياتېږي چي ط.. البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي دي.