د هلمند څخه ځايي سرچېنو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د سنګين او کجکي په سيمه کښي د دوشنبې په ورځ د يوه وژل سوي کس جسد په اوبو کښي موندل سوی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي د وژل سوي کس جسد خراب سوی او د پېژندلو وړ نه دئ.
سرچينه وايي چي د دغه وژل سوي کس جسد د هلمند ولايت بست روغتون ته لېږدول سوی او تراوسه پوري ئې دوستان هم نه دي موندل سوي.
بايد وويل سي، چي تر اوسه پوري معلومه نه ده، چي دغه کس څنګه او څه وخت وژل سوی دئ.