د کرني لپاره د سولي مؤسسه ۹ ملیارډ ډالره پانګونه کوي

د کرني له پاره د سولي مؤسسې بنسټ ایښودونکي جیمز برټ ویلي چي، که له سرپرست حکومت سره هوکړي ته ورسېږي، نو په افغانستان کي به نهه ملیارډ ډالره پانګونه وکړي.

جیمز برټ د کرني وزارت له سرپرست عطاءالله عمري سره په لیدنه کي ویلي چي، دا پانګونه به په افغانستان کي له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په برخه کي وکړي.