د کرني وزارت سرپرست: د عصري کرني دودولو لپاره د کروندګرو ذهنيت ته بدلون ورکول اړین دی

د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري بلخ ته د سفر پر مهال ویلي، د عصري کرني دودولو لپاره د کروندګرو ذهنيت ته بدلون ورکول اړین دی.
هغه دغه څرګندوني د دغه ولايت د ځايي چارواکو، کروندګرو او مالدارانو سره په لیدنه کي کړي دي.
ده دغه راز د کروندګرو او مالدارانو د پوهاوي د کچي لوړولو او عصري کرکیلي سره د هغوی د آشنا کولو او اصلاح سوي مالدارۍ ټینګار کړی.
عمري ویلي، چي د دولتي چارواکو او په ځانګړې توګه د کرني د کارکوونکو دنده ده، چي د خلکو د افکارو پر بدلولو کار وکړي، څو د هغوی د کرني او مالدارۍ د تولید کچه لوړه او اقتصاد یې وده وکړي.
د هغه په وینا، د څارویو د نسل اصلاح، د مځکي مدیریت، د عصري کرني دودول، د عشر او زکات راټولول او د اوبو مدیریت د کرني وزارت له اساسي مسوولیتونو څخه دي.