د کرکټ افغان لوبڅار بسم الله جان شینواری وفات سوی

د افغانستان او د نړۍ د کرکټ تکړه او مسلکي لوبڅار بسم الله جان شينواری د دوشنبې په ورځ د ورپېښي سوي ناروغۍ له امله د دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې او د تل له پاره ئې مخه ښه وکړل.
د افغانستان د کرکټ بورډ، د کرکټ لوبغاړي او مينوال د شينواري مړينه د افغانستان او نړۍ د کرکټ له پاره ستره ضايع بولي او په خبره ئې چي د هغه تشه به په اسانۍ ډکه نه سي.
بسم الله جان شينواری د خپل مسلک او تجريبې په اساس په ملي او نړۍواله کچه د ځانګړي شهرت درلودونکی وو. هغه به پر نړۍوال ميدان باندي د يو جنګ ځپلي افغانستان د نوم او نښان استازیتوب کوی.