د کرکټ نړیوالي شورا له لوري د ښځو ترمنځ د شل اوریز نړیوال جام د تیاریو لړۍ پای ته رسېدلې ده او ټاکل سوې چي دغه نړیوال جام د اکټوبر میاشتي په ۳مه نېټه پیل سي

دغه سیالۍ چي د عربي متحده‌اماراتو په ابوظبۍ، دوبۍ او شارجه ښارونو کي ترسره کېږي، ۱۰ لوبډلي پکښي ګډون لري، چي په دوو ګروپونو سره وېشل سوي دي.

د یاد نړیوال جام په “اې” ګروپ کي اسټرالیا، هندوستان، نیوزیلنډ، پاکستان او سریلانکا یوځای دي، په “بي” ګروپ کي بیا بنګله‌دېش، انګلستان، سکاټلنډ، سویلي افریقا او ویسټ انډیز لوبډلي یوځای سوي دي.

لومړۍ لوبه به یې د اکټوبر په درېیمه نېټه د شارجه په لوبغالي کي د بنګله‌دېش او سکاټلنډ د لوبډلو ترمنځ پیل سي او په همدې ورځ به دویمه سیالي د پاکستان او سریلانکا ترمنځ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *