د کرکټ نړیوالي شورا محمد نبي یو وار بیا د شل اوریزو سیالیو غوره الراونډر نومولی

د کرکټ نړیوالي شورا په یوه تازه خبر کي ویلي، چي د افغانستان د ملي لوبډلي الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسی‌خېل یو وار بیا د شل اوریزو سیالیو د الراونډرانو په کتار کي لومړی مقام تر لاسه کړی.
ای سي سي وایي، چي محمد نبي په روان شل اوریز نړیوال جام کي د نیوزیلینډ پر وړاندي په توپ اچونه کي دوه لوبغاړي وسوځول چي له امله یې هغه د الراونډرانو په کتار کي لومړي مقام ته رسېدلی.
ای سي سي ویلي، نوموړی له درېیم مقام څخه لومړي مقام ته رسېدلی او دا مقام یې د اسټرالیا له مارکس ستاینس څخه نیولی.
دغه راز د شل اوریزو سیالیو د توپ اچونکو په ډلبندۍ کي بیا راشدخان درېیم او فضل حق فاروقي شپږم مقام ته رسېدلي دي.
د کرکټ نړیوالي شورا د معلوماتو له مخي د روان شل اوریز نړیوال جام تر پایه پوري به د لوبغاړو په دې مقامونو کي ډېر بدلونونه راسي.