د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ښځو ترمنځ شل اوریز نړیوال جام د پنجشنبې په ورځ پيل سو

دغه سیالۍ چي د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ، دوبۍ او شارجه ښارونو کي ترسره کېږي، ۱۰ لوبډلي پکښي ګډون لري چي په دوو ګروپونو سره وېشل سوي دي.

د پیل سیالي د بنګله‌دېش او سکاټلنډ د لوبډلو ترمنځ تر سوه.

دغه راز په دې ورځ دوهمه سیالي د پاکستان او سریلانکا ترمنځ وه.

د یاد نړیوال جام په اېA ګروپ کي اسټرالیا، هندوستان، نیوزیلنډ، پاکستان او سریلانکا یوځای دي، په بيB ګروپ کي بیا بنګله‌دېش، انګلستان، سکاټلنډ، سویلي افریقا او ویسټ اینډیز لوبډلي یوځای سوي دي.

د ویلو ده چي په دې نړیوال جام کي ټولټال ۲۳ سیالۍ ترسره کېږي او پایلوبه به یې د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *