‏ د کرکټ نړیوالې شورا “ICC” پرون د نړۍ د غوره لوبډلو او غوره لوبغاړو تازه درجه‌بندي اعلان کړه، چي پکښي راشد خان د ۶۸۷ امتیازونو په ترلاسه کولو او د یوې درجې په پورته کېدو سره یو ځل بیا د نړۍ د غوره توپ اچوونکو په سر کي ځای خپل کړ

راشد خان په دې درجه‌بندۍ کي د یو ورځنیو نړیوالو یا “۵۰ اوریزو” سیالیو د بالرانو یا توپ اچوونکو په برخه کي یوه درجه پورته سو او د پښتونخوا له شاهین اپریدي څخه وړاندې سو.

د جنوبي افریقا لوبغاړی کیشاف مهاراج له راشد خان او شاهین اپریدي وروسته د نړۍ درېیم غوره توپ اچوونکی سو.

همدارنګه، د افغانستان بل لوبغاړی محمد نبي د “آلرونډرانو” په برخه کي خپل لومړی ځای ساتلی، او راشد خان هم په دې برخه کي د نړۍ په درېیم ځای کي پاته سوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *