د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام سیالیو په لړۍ کي نن تر ټولو جالبه سیالي د هند او پاکستان ترمنځ په نیویارک کي کیږي.
دغه سیالي چي د افغانستان پر وخت ماښام اووه بجې پیلیږي اټکل کیږي چي میلیونونه کسان به یې ننداره کوي.
د دغه سیالیو په لړۍ کي تېره شپه ویسټ اینډیز یوګاندا ته د ۱۳۴ منډو په توپیر ماته ورکړه.
تېره شپه په بله لوبه کي اسټرالیا وتوانېده چي انګلنډ ته ماته ورکړي، لوبه اسټرالیا پیل کړه او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۰۱ منډي وکړې، خو انګلنډ د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره یوازي ۱۶۵ منډي وکړې او لوبه یې د ۳۶ منډو په توپیر وبایلله.
تر دې مخکي بله سیالي د هالنډ او جنوبي افریقا ترمنځ سوې وه او د جنوبي افریقا په بریا پای ته رسېدلې وه.
د سږکال د شلو اوورونو نړیوال جام سیالۍ د امریکا او ویسټ اینډیز په کوربه توب رواني دي او د دغه جام پایلوبه به د جون پر ۲۹ نېټه په ویسټ اینډیز کي وي.