د کرکټ نړۍوالي شورا په نوې درجه بندۍ کي د افغانستان د ملي لوبډلي کپتان راشد خان ارمان په يو ورځنيو سياليو کي د نړۍ غوره

د کرکټ نړۍوالي شورا په نوې درجه بندۍ کي د افغانستان د ملي لوبډلي کپتان راشد خان ارمان په يو ورځنيو سياليو کي د نړۍ غوره توپ اچوونکی سوی دئ.
راشد خان د ۷۱۰ امتيازونو په ګټلو سره دغه مقام خپل کړی او خپل سيالان ئې شا ته پرېښي دي.
دغه راز په ياده درجه بندۍ کي د انګلستان څخه جوفرا ارچر د ۶۵۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره دوهم او د سویلي افریقا څخه کشاو مهاراج د ۶۴۶ امتیازونو په ګټلو سره دریم مقام خپل کړی.