د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: کابل ولایت د اوبو یوه ستره تصفیه خونه ګټي اخیستني ته وسپارل سوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چي کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کي د ۵۱۸ زره ډالرو په ارزښت د اوبو یوه ستره تصفیه خونه ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.

یاد وزارت ویلي، دغه تصفیه خونه د یونیسف موسسې دفتر له لوري جوړه سوې، چي تر ۱۲۰۰زیاتو کورنیو ته د څښاک پاکي اوبه برابروي.

بلخوا د کلیو بیارغوني او پراختیا وزیر ملا محمدیونس اخندزاده د دغي پروژې د پرانېستي پر مهال له یونیسف څخه د هیواد په نورو برخو کې د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې.

ویل کیږي چي د دې پروژې د تطبیق پرمهال لسګونو تنو ته د کارزمینه هم برابره سوې وه.