د کندز – بلخ پر لار اوبو ته د یوه موټر لوېدو له امله پنځه تنه مړه سوي

عیني شاهدان وایي، نن سه شنبه د کندز – بلخ پر لار یو فورنر موټر چي پنځه تنه مېله وال پکښي وه د ولاړو اوبو یوه ډم ته لوېدلی او ټول کسان پکښي مړه سوي.
ویل کیږي چي دغه کسان د کندهار وه او شمالي ولایتونو ته په مېله تللي وه چي موټر یې چپه سوی او اوبو ته لوېدلی.
چارواکو تر اوسه د دغه پيښي په اړه څه نه دي ویلي.
په هیواد کي د اختر په شپو او ورځو کي د بې احتیاطۍ له امله تر پخوا ترافیکي پيښي زیاتي سوي چي د خلکو د مرګ ژوبلي لامل کیږي.