د کندز ځایي مسوولین وایي، چي په دغه ولایت کي د ۱۰ میلیونه افغانیو په پانګوني سره د کیمیایي سري یوې کارخوني فعالیت پیل کړی دی

د یادي کارخوني رییس عبدالکریم ویلي، چي د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کي د ۱۰ میلیونه افغانیو په پانګوني سره د کیمیاوي سري کارخوني فعالیت پیل کړی، چي په یوه شپه او ورځ کي به ۱۰ ټنه کیمیاوي سره تولید کړي.

هغه زیاته کړې چي په دغه کارخونه کي ۲۰ تنو ته د کار زمینه برابره سوې ده.

ورته مهال د کندز یو شمېر کروندګر وایي، چي د وطن تولیدات د کیفیت له اړخه ځانګړی نوم لري او داسي کارخوني د کرني او اقتصاد په پیاوړتیا کي مهمي تماميږي.

هېره دي نه وي، چي د یاد ولایت سیمه ییزو مسوولینو څه موده وړاندي ۳ کارخوني، چي غیر معیاري کیمیاوي سره یې تولیدوله تړلي دي.