د کندز څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي ط..البانو په کندز ولايت کي يوه محلي خبرياله ناظره رشيدي نيولې ده.
د سرچينې په وينا چي ط..البانو مېرمن رشيدي د نامعلومه دليل له مخي نيولې او نامعلوم ځای ته ئې انتقال کړې ده.
په ورته وخت کي د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) د خبريالي ناظري رشيدي نيول کېدلي غندلي او د ط..البانو څخه ئې غوښتي چي ژر تر ژره دي ياده خبرياله خوشي کړي.
امسو د يادي خبريالي د کورنۍ د غړو د قوله ويلي، چي هغې هېڅ غيرقانوني فعاليت نه دئ کړی او د خپلي کورنۍ يوازينۍ سرپرسته وه.
ياد سازمان د ط..البانو غوښتي چي د افغان ښځينه خبريالانو د ځورولو او نيولو څخه دي لاس واخلي.