د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کي د اتو لوبډلو ترمنځ د ” انسجام ولسوالي ها ” په نوم د فوټسال سيالۍ، چي دوې ورځي مخکي پيل سوي وې، امام صاحب ستاره ها لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
مسوولین وایي، د يادو سياليو په پايلوبه کي امام صاحب ستاره ها لوبډلي خپلي سيالي خواجه بها الدين اميد لوبډلي ته د ۳ پر ۲ گولونو په توپير ماته ورکړه او د يادو سياليو اتلولي يې په خپل نوم کړه.