د کندهار انټرکلب سیالیو په لړۍ کي وطن لوبډلي حیدري لوبډلي ته ماته ورکړه

وطن اباد کرکټ لوبډلي د کندهار انټرکلب ۵۰ اوریزه سیالیو په ۲۳مه لوبه کي حیدري کرکټ لوبډلي ته په اتو وکټو ماته ورکړه.

د نننۍ لوبي پچه حیدري لوبډلي وګټله او د توپوهني پرېکړه ئې وکړه، دې لوبډلي په ۲۵ اورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۹۸ منډي جوړي کړې او د وطن لوبډلي له پاره په توپ اچونه کي شمس پوپل پنځه او محب الله او ولي افغان دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

وطن لوبډلي یاد هدف په ۱۵ اورونو کي د علي ارمان ۵۱ منډو په جوړولو پوره کړ.

حیدري لوبډلي خپله مخکنۍ لوبه هم په ۴۴۹ منډو بایللې وه.