د کندهار او روزګان عمومي لار د زیات اورښت له کبله د تګ راتګ پر مخ بنده سوه

چارواکي وايي، د کندهار او روزګان ولایت مرکز ترینکوټ تر منځ لاره د ګردني ګاو سیمه کي نن غرمه مهال د زیات اورښت او سيلابي اوبو له امله بنده سوې ده.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، د دواړو خواوو څخه تلونکي او راتلونکي مسافر دي اوس مهال له تګ څخه ډډه وکړي.

د هغه په وينا، د لاري د خلاصیدو په صورت کي دوهمه اعلامیه خپرېږي او تر بلي خبرتيا پوري بايد خلک په تمه سي.

په جنوبي ولايتونو کي دا مهال اورښتونه دوام لري چي د زياتو سيلابونو لامل سوي دي.