د کندهار او هلمند ولایتونو اوسېدونکي د وسله والو غلو د زياتوالي څخه شکایت کوي

د کندهار او هلمند ولایتونو اوسېدونکي د وسله والو غلو د زياتوالي څخه شکایت کوي.
هغوی وايي چي په دغو ولایتونو کي وسله وال غله په سپينه ورځ د وسلې په زور د خلګو څخه موټرسيکل، موبايل، پيسې او نور قيمتي توکي اخلي.
د دوی په وينا چي زياتره وخت دغه وسله وال غله د توکو پر سر انسانان هم وژني.

د کندهار او هلمند اوسېدونکي وايي وسله والي غلاوي ورځ تر بلي زياتېږي.
هغوی د اړوندو امنيتي ارګانونو غوښتنه کوي، چي د وسله‌والو غلو پر وړاندي جدي اقدامات وکړي، د ښارونو او لارو امنيت دي ټينګ کړي او عاملين دې د قانون منګولو ته وسپاري.
بلخوا ط.. البان د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي؛ خو د هغوی د امنیتي تدابيرو سربېره وسله والي غلاوي زياتي سوي دي.