د کندهار دهلې د بند په اوبو کي دوه ځوانان اوبو ډوب او مړه کړي

د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د دهلې بند په اوبو کي د لمبېدو پرمهال دوه ځوانان ډوب او مړه سوي دي.
د دغه ځوانانو دوستان وایي، هغوی نن د جمعې په ورځ د دهلې بند ته د مېلې لپاره تللي وه چي بیا په اوبو کي د لمبېدو پر مهال اوبو ډوب کړي دي.
دغه ځوانان چي فرهاد او عاطف نومیږي تر اوسه یې جسدونه هم نه دي تر لاسه سوي خو ویل کیږي په اوبو کي يې د پيدا کېدو هڅي رواني دي.
دا په تېره یوه اونۍ کي په اوبو کي د ډوبېدو دریمه پېښه ده، په مخکینیو دوو پيښو کي یوه ځوان د کندهار په پنجوايي او بل بیا د باغ پل په سیمه کي په اوبو کي د لمبېدو پر مهال ژوند بایللی وو.
که څه هم په کندهار کي هر کال په اوبو کي د لمبېدو پر مهال ډېری ځوانان ژوند له لاسه ورکوي خو بیا هم ځوانان احتیاط نه کوي او په ډیرو اوبو کي لمبیږي چي بیا یې د مرګ لامل سي.