د کندهار د انارو حاصلات سږ کال د تېر کال په پرتله ۵۵ زره ټنه کم سوي او د وچکالۍ ترڅنګ د اوبو کمښت د دغه ولایت د انارو

د کندهار د انارو حاصلات سږ کال د تېر کال په پرتله ۵۵ زره ټنه کم سوي او د وچکالۍ ترڅنګ د اوبو کمښت د دغه ولایت د انارو پر باغونو ناوړه اغېز کړی دئ.
د کندهار د ط..البانو د کرني او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وایي، سږ کال د انارو حاصلات ۲۲۰ زره ټنه اټکل سوي، خو تېر کال دغه کچه ۲۷۵ زره ټنو ته رسېدلې وه.
د نوموړي په وینا، د اوبو کمښت او وچکالۍ د انارو شاوخوا ۳۰ سلنه باغونه زیانمن کړي او ځیني باغونه ئې په بشپړ ډول له منځه وړي دي.