د کندهار د ط..البانو د برېښنا ریاست وايي، په کجکي بند کي د اوبو د کچي د کمېدو له امله د برېښنا تولید کم سوی او په کندهار کي به د برېښنا پرې کېدل نور هم زیات سي.
د یاد ریاست په وینا، د اوبو کمښت د بند د برېښنا پر تولید مستقیم اغېز کړی، له همدې امله به په ځانګړي ډول د ورځي له خوا د کندهار د برېښنا پرچاوي زیاته وي.
د برېښنا ریاست له خلګو غوښتي چي د برېښنا له بېځایه او زیات مصرف څخه ډډه وکړي، څو سته برېښنا په ښه ډول مدیریت سي.