د کندهار د ط..البانو د کرني او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چي روان کال له دغه ولایت څخه ترکیې او یو شمېر نورو بهرنیو هیوادونو ته شاوخوا ۲۵۰۰ کیلوګرامه شات صادر سوي دي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخي، سږ کال د کندهار د شاتو تولید د تېر کال په نسبت ښه و او د شاتو کیفیت هم د نړۍوالو معیارونو مطابق ارزول سوی دئ.
چارواکي زیاتوي چي د شاتو صادرات نه یوازي د بزګرانو او شات پالونکو اقتصادي وضعیت ښه کړی، بلکي د دغه ولایت د کرنیزو محصولاتو شهرت ئې هم په نړۍوال بازار کي لوړ کړی دئ.