د کندهار د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د رواني اوونۍ په جريان کي ۴۲۶ د افغان کډوالو بنديان د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال د يوې ورځي څخه تر دوو مياشتو پوري د پاکستان په زندانونو کي بنديان وو.