د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسوولین وایي، د مالیې وزارت مرستیال مولوي سعید د کندهار مستوفي او ګمرګ د رییس په ملتیا د کندهار له سوداګرو سره په سوداګرۍ خونه کي پر یو لړ موضوعاتو خبري کړي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني نن ناوخته په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د دوشنبې په ورځ په دې غونډه کي د مالیې وزارت مرستیال سره سوداګرو ځیني ستونزي شریکي کړې چي باید حلا لاره ورته پيدا سي.
د خبرپاڼي له مخي د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رییس محمد صدیق مهمند وویل، سوداګر حکومت ته ټیکس او مالیه ورکوي او تل ورسره همکار دي نو له دوی سره هم باید په هره برخه کي همکاري وسي.
خبرپاڼه وایي، دغه راز د کندهار د وچي مېوې د اتحادیې رییس عبدالاحد صدیقي بیا وویل، ربعه واره بررسي د سوداګرو لپاره لویه ستونزه ده ځکه په دریو میاشتو کي سوداګرو ته د خپل کاروبار حسابونه معلوم نه وي نو لازمه ده چي ربعه واره بررسي له منځه ولاړه سي.
د سوداګرۍ خونه وایي، په پای کي د مالیې وزارت مرستیال ویلي، دوی هڅه کوي چي په هره برخه کي د سوداګرو ستونزي حل کړي او د دوی وړاندېزونه به اقتصادي شورا ته هم ورسوي.