د کندهار سوداګر: پاکستان دي پر تازه مېوو ټکس کم کړي

د کندهار يو شمېر سوداګرو د دوشنبې په ورځ په کندهار کي د پاکستان د نوي کونسل ويس احمد سره لېدلي دي. دغو سوداګرو د پاکستان د کونسل سره د لېدني پرمهال ويلي چي پاکستان سوداګرو ته وېزې په ځنډ ورکوي او دهغه څخه ئې د وېزو د ورکړي د وخت د کموالي غوښتنه کړې ده.
د کندهار دغو سوداګرو دغه راز د يادي ليدني پرمهال ويلي، چي پاکستان ګمرکي ټکسونه دومره لوړ کړي، چي چاته ګټه نه پاتیږي او تاواني کیږي. هغوی غوښتنه کړې، چي پر تازه مېوو دي ټکس کم کړی، ترڅو د پاکستان او افغانستان تر منځ د تازه مېوو سوداګري لا هم اسانه او چټکه سي
په ورته وخت کي په کندهار کي د پاکستان کونسل د کندهار د سوداګرو د دغو ستونزو د حل ژمنه کړې او ویې ویل، چي د تعرفې پر صفر کېدو کار روان دئ