د سپین بولدک – چمن دروازې هغه غاړي څخه د څراغ تلویزیون خبریال څراغ تلویزیون ته خبر ورکړی چي نن د جمعې په ورځ یو ځوان د اوږدمهالي غریبۍ او بې کارۍ له امله پر ځان تیل اچولي او بیا یې ځان ته په لیټر وهلو سره خپل ځان سوځلی دی .
خبریال زیاتوي چي یاد کس په هغه لحظه د محلي خلګو لخوا نژدې روغتون ته وړل سوی چي وروسته بیا د حاجي لالي ادوزي په نوم تجار په خپل شخصي مصرف هغه د کوټي ښار یو معتبر روغتون ته د درملني په موخه انتقال کړی دی .
د یادوني وړ ده چي د کندهار د سپین بولدک – چمن دروازې د بنديدو سره دواړو غاړو ته د بې کارۍ پراخه څپې راغلي دي چي خلګ دایم ورڅخه په شکایت وي خو لا تر اوسه د دروازې خلاصولو او حل لارو موندلو ته کومه توجه نه ده سوې