د کندهار شېخ زاید روزنتون کي د لاسي توکو او ساینسي تجربو نندارتون جوړ سو

د کندهار شېخ زاید روزنتون «دارالیتام» کي د لاسي توکو او ساینسي تجربو کلنی نندارتون جوړ سو چي درې ورځي به دوام ولري.
په دغه نندارتون کي د لاسي توکو تر څنګ د بېلابېلو ساینسي تجربو اړوند وسایل، د زده کوونکو له خوا نور جوړ سوي توکي هم نندارې ته وړاندي سوي او د زده کوونکو له خوا تجربې په عملي بڼه پکښي تر سره کیږي.
د شېخ زاید روزنتون مشر محمد برات حسین خېل وایي، دوی هر کال دا ډول نندارتون جوړوي تر څو په کندهار کي د نورو ښوونځیو زده کوونکي هم په خپلو ښوونځيو کي دې ته ورته عملي کارونه تر سره کړي.
زده کوونکي هم وایي، خوښ دي چي په دغه روزنتون کي په ډېر ښه ډول زده کړي ورکول کیږي او دغه راز د جامو، څپلیو او نوري ټولي اړتیاوي یې ورته پوره کړي دي.
په شېخ زاید روزنتون کي تر ۱۱ سوه زیات یتیم زده کوونکي دا مهال زده کړي کوي چي ټول امکانات ورته برابر دي او هر کال یې پر خدماتو شپږ نیم لکه ډالر مصرفیږي.