د کندهار والي د دفتر څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د م.لا هب.ت الله د حکم په اساس د اوو زونو واليانو د کندهار د والي م.لا شيرين په مشرۍ غونډه تر سره کړې.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په دغه غونډه کي د م.لا هب.ت الله د فرمانو د ښه عملي کولو، د امنيت د ټېنګښت، د نشه يي توکو د کښت، رانيولو او خرڅولو اړوند بحث سوی دئ.
د معلوماتو په اساس چي يادو واليانو د امنيت، سياسي پرمختګونو او اقتصادي ستونزو اړوند خپلي ستونزي د کندهار د والي ملاشيرين سره شريکي کړي، چي وروسته ئې هغه د يوه راپور په شکل م.لاهب.ت الله ته وړاندي کوي.
بايد وويل سي، چي په دغه غونډه کي د هرات، بلخ، ننګرهار، کندز، کابل او پکتيا واليانو برخه اخيستې وه، چي مشري ئې د کندهار والي م.لا شيرين کول.