د کندهار ولايت د ط..البانو د ترافيکو مديريت د شنبې په ورځ په کندهار ښار کي ټولو رخشه چلوونکو ته خبر ورکړی

د کندهار ولايت د ط..البانو د ترافيکو مديريت د شنبې په ورځ په کندهار ښار کي ټولو رخشه چلوونکو ته خبر ورکړی، چي تر دې وروسته د ښار په داخل کي د رخشو چلولو اجازه نه لري.
ياد مديريت ويلي، چي د ښار پر ځای بايد رخشه چلوونکي د ښار څخه بهر او په ناحيو کي خپل فعاليت ته دوام ورکړي.
د ط..البانو ياد مدیریت ويلي، چي دغه حکم د ط..البانو د مشر له خوا د ترافیکي نظم د ټینګښټ او ګڼي ګوڼي د مخنیوي په سبب سوی دئ.