د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کي د ۵.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چاري بشپړي سوې

مسوولین وایي، په پنجوایي ولسوالۍ کي د مېډر موسسې په مالي ملاتړ د ۵.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د يوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۲۴۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.

ورته مهال د یادي ولسوالۍ اوسېدونکي د یادي شبکې په جوړېدو خوښي ښيي او د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *