د کندهار پر اسمان لا هم د بې پیلوټه الوتکو ګزمې دوام لري

د کندهار اوسېدونکي وايي، له تیرو دریو شپو راهیسي تر شنبې ماخوستن پوري د دغه ولایت پر اسمان بې پېلوټه الوتکه ګرځي او ګزمې کوي.
ځینو رسنیو راپور ورکړی چي د کندهار تر څنګ په نیمروز ولایت کي هم څو ځله بې پېلوټه الوتکه په هوا کي لیدل سوې ده.
تر دې وړاندي هم بې پیلوټه الوتکو د کندهار تر څنګ پر نورو ولایتونو ګزمې کړي چي هغه وخت ط…لب ویاندویانو دغه ډول کړني د دوحې له تړون څخه سرغړونه او د افغانستان د هوايي حریم نقضول یاد کړي وه.