د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کي ماین چاودني یو کس وژلی

چارواکي وایي، د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د مغولیانو په سیمه کي د یوه پخواني ماين د چاودني له امله يو تن وژل سوی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وایي، دغه پېښه نن سهار په یاده ولسوالي کي رامنځ ته سوې چي له امله یې په سیمه کي یوه کوچي د رمې څرولو پر مهال ژوند له لاسه ورکړی.
د سیمي اوسېدونکي وایي، دغه کس تازه دې سیمي ته ورغلی وو او له هغه څخه یو ماشوم یتیم پاته سو.
بل خوا په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وایي، له جګړې څخه پاته زرګونه مځکني ماینونه او ناچاوده توکي په دې هیواد کي یو ګواښ بلل کیږي.
یوناما ویلي، چي د هلوټرسټ په څېر د ماین پاکۍ موسسې د خلکو د اوسېدو او د ښوونځیو شاوخوا سیمي له ماینونونو څخه پاکوي ترڅو د خلکو ژوند خوندي کړي.
د معلوماتو له مخي په افغانستان کي له جګړو پاته د ماینونو او چاودېدونکو توکو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه زره ولسي وګړي وژل سوي یا ټپیان سوي دي.