د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي يو کس نامعلومو وسله والو وژلی

د کندهار څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د يکشنبې په ورځ نامعلومو وسله والو د دغه ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کي يو کس ويشتلی او وژلی دئ.
د‌ سرچينې د معلوماتو د مخي دغه کس نعمت الله نومېږي او په سپين بولدک کي ئې د غواو ډېرۍ کول.
ط..البانو تر اوسه پوري د نعمت الله د وژل کېدو په اړه په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي د دغه کس د وژل کېدو اصلي علت تراوسه پوري معلوم نه دئ.