د کندهار په سپینبولدک ولسوالۍ کي دوه افغان موټرچلوونکي د پاکستاني پوليسو په ټکانو کي وژل سوي دي.
سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي چي دغه پېښه د شنبې په ورځ سهار مهال د چمن او سپینبولدک ترمنځ په یوه قاچاقي لاره کي سوې ده.
سرچینې وايي، وژل سوي کسان عزیزالله او نعمتالله نومېدل او غوښتل ئې افغانستان ته واوړي.
دا پېښه پر داسي مهال سوې، چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي تګ راتګ لارو له تړل کېدو وروسته، خلګ د دواړو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ له پاره له قاچاقي لارو کار اخلي.