د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي ۱۲ تنو مجرمینو ته تعزیري سزاء ورکول سوې

د کندهار ولایت مقام وایي، د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کي تېره ورځ «سه شنبه» د ابتدائیه محکمې د دېوان جزاء له خوا په عمومي پارک کي ۱۲ تنـو مجرمینو تـه په عام محضر کي تعزیري سزاء ورکول سوې.
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر ویلي، چي یاد کسان څه موده وړاندي د غلا، زنا او لواطت په تور نیول سوي وه، چي د عامو خلکـو په مخکي په دورو ووهل سوه.
خبرپاڼه وایي، چي د دغه تعزیري سزاء ور کولو پر مهال د مسوولینو ترڅنګ سلګونه عام کسان هم حاضر وه.
له دې وړاندي هم په کندهار کي ډېری کسانو ته په عام محضر کي تعزیري سزاء ورکول سوې.